چین د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

3 دلو 1398 ساعت 12:43


د چین حکومت لیوژیان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه ویل شوي ښاغلي لیوژیان له دغه هیواد سره ځانګړې بلدتیا لري.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي د افغان سولې پروسې پرمخ بیولو کې یې فعال رول لوبولی دی چې له امله یې افغان حکومت او نړۍ سره د سولې په رابطه د چین همغږي زیاته شوې ده.

د یادونې ده، لیوژيان چې په افغانستان، مالیزیا، پاکستان او نورو هیوادونو کې د چین سفیر هم پاتې شوی دی، ډېر ژر به په کار پيل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com