مولوي عبدالشکور:

که د سولې تړون وشي ښايي د تاوتریخوالي کمول په دایمي اوربند بدل شي

3 دلو 1398 ساعت 13:59

پخوانی طالب چارواکي او د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینه مولوي عبدالشکور مطمین وایي، امریکا له طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو د اوږدېدو غوښتنه کړې ده.


پخوانی طالب چارواکي او د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینه مولوي عبدالشکور مطمین وایي، امریکا له طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو د اوږدېدو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالشکور مطمین نن پنشنبې د سلواغې ۳ مه جمهور خبري آژانس ته په تلېفوني مرکه کې و ویل چې امریکايي لوري دا غوښتنه د تېرې ورځو په خبرو کې مطرح کړې ده.

دی وایي، طالبانو د امریکايي لوري د دغه غوښتنې په ځواب کې ویلي، که چېرې د سولې تړون لاسلیک شي، کېدای شي د تاوتریخوالي ۱۰ ورځني کمېدل په دایمي اوربند تبدیل شي.

دغه پخوانی طالب چارواکی زیاتوي، چې د امرکیا او طابانو تر منځ د سولې تړون په ۱۱ مادو کې نهايي شوی، چې په هغې کې د طالب زندانیانو خوشي کول او د امریکايي ځواکونو وتل هم شامل دي.

دی وایي، دا مهال د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې کوم جدي اختلاف نشته او پر دې خبرې روانې دي، چې د سولې تړون څه وخت او چېرته لاسلیک شي.

مولوي عبدالشکور مطمین ډاډ وښود، چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې تړون لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې له تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د سولې پر تړون خبرې روانې دي.

که څه هم ویل کېږي، چې دواړه لوري کلي توافق ته رسېدلي، خو تر اوسه یې په دې اړه رسنیو ته کره معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، زلمي خلیلزاد خپل پلاوی ته ویلي، چې د سولې خبرو نهايي نتایج افشا نه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 124350

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com