د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، افغان حکومت د سولې بهیر څخه د نړیوال ملاتړ ډلې د جوړولو هڅې پیل کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې د همدې لپاره یې په کابل کې له بهرنیو دیپلوماتانو سره خبرې پیل کړې، چې لا هم دوام لري.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا نړیواله ډله به د افغانستان د سولې أپاره د نړیوالو هڅو د منسجم کولو او په دې برخه کې د اجماع د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.
خبرپاڼه وايي، د افغان سولې له پروسې څخه د نړیوال ملاتړ ډله د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان په اساس جوړېږي، چې رهبري به یې د افغانستان په استازیتوب د سولې په چارو کې د دولت وزارت په غاړه وي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغې ډلې د جوړولو لپاره د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په کابل کې د یو شمیر هېوادونو له سفیرانو سره لیده کاته پیل کړي دي.
ښاغلي رحیمي د دغو لیدو کاتو په لړ کې د روسیې، هسپانیې، ترکمنستان، اندونیزیا او سعودي عربستان له سفیرانو سره په جلا لیدنو کې خبرې کړې دي.
د افغان سولې له پروسې څخه د نړیوال ملاتړ دغه ډله په داسې حال کې جوړېږي، چې تر اوسه طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د ولسمشر رئیس غني د اوربند شرط نه دی منلی.
جمهورخبري آژانس:کابل