ولسمشر غني او انګلا مرکل پر افغان سوله او ټاکنو خبرې کړې دي

5 دلو 1398 ساعت 8:09

ولسمشر محمد اشرف غني او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، سوله او ټاکنو خبرې اترې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني او د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت، سوله او ټاکنو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني او مېرمن مرکل لیدنه د سویس په داووس ښار کې د د نړیوالې اقتصاد مجمع په څنډه کې شوې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي،، په دغه ناسته کې د جرمني لومړۍ وزیرې، ولسمشر غني ته ویلي، حکومت یې لېواله دې ترڅو د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربتوب وکړي.

مېرمن مرکل زیاته کړه، هیواد یې همدا راز د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې، هم متعهد دی.

میرمن میرکل همداراز ولسمشر غني ته د تیرو ولسمشریزو ټاکنو مبارکي هم ویلې او له هغه یې غوښتي ترڅو په مناسب وخت کې دغه هیواد ته په یوه رسمي سفر ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124372

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124372/

جمهور
  https://www.jomhornews.com