کمانډو ځواکونو ننګرهار کې د نشه يي توکو د تولید لوی مرکز له منځه وړی

5 دلو 1398 ساعت 8:14

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د تولید او پروسس یو لوی مرکز او فابریکه له منځه وړې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د تولید او پروسس یو لوی مرکز او فابریکه له منځه وړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کمانډو ځواکونو د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې دغه عملیات کړي او یاد مرکز یې ویجاړ کړی دی.

دفاع وزارت زیاتوي عملیات په دقیق ډول د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک په کلي کې شوي او ورسره شاوخوا کلیو کې طالبانو ته تلفات هم اوښتي، خو کره شمېره یې نه ده په کوته کړې.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com