د زندانونو چارې یوې ملکي ادارې ته سپارل کېږي

5 دلو 1398 ساعت 8:48

ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د زندانونو مدیریت یوې ملکي ادارې ته سپارلی چې موخه په زندانونو او د بندیانو په دوسیو کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي دي.


ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د زندانونو مدیریت یوې ملکي ادارې ته سپارلی چې موخه په زندانونو او د بندیانو په دوسیو کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په فرمان کې ټینګار شوی چې د روزنې پر سالمو ځایونو د زندانونو او څارخونو د بدلولو تر څنګ دې د بندیانو د اقتصادي، ورزشي او اداري اصلاحي کارونو لپاره هم اقدامات وشي.

په فرمان کې راغلي چې له نظامي برخې څخه ملکي ادارې ته د لېږد چارې باید تر دریو میاشتو پورې بشپړې او د اصلاحاتو ملي پروګرام باید تر پنځو کلونو پلی شي.

د ولسمشر غني د حکم له مخې راشد توتاخېل د دغې ادارې مشر ټاکل شوی او د مالیې وزارت څخه هم غوښتنه شوې چې د زندانونو ټوله بودیجه له اوسنيو ریاستونو څخه نوې تشکیلیدونکې څانګې ته وسپاري.

اوسمهال د افغانستان په بندخونو کې له ظرفیته څو برابره ډېر بندیان د بند شپې او ورځې تېروي، چې تر اوسه دا چاره نظامي ادارو، په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com