امریکا افغان هوايي ځواک ته چینوک چورلکې ورکوي

5 دلو 1398 ساعت 9:21

راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې د افغانستان هوايي ځواک ته Ch-47 ډوله چینوک چورلکې ورکړي.


راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې د افغانستان هوايي ځواک ته Ch-47 ډوله چینوک چورلکې ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له کانګریس نه ا غوښتنه د جون له اولې د نومبر تر ۳۰ مې پورې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د کړیو هڅو په اړه راپور کې مطرح کړې وه.

اوس ویل کېږي، چې د امریکا کانګریس د پنټاګون دا غوښتنه منلې او افغان ځانګړو هوایي ځواکونو ته Ch-47 چینوک چورلکو چمتو کولو پلان تصویب کړ.

د پنټاګون لخوا په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت اړوند د تیم کال راپور کې راغلي چې په دې امریکا د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په تېر نیم کال کې خپلې تجهیزاتي مرستې جاري ساتلې وې چې له کبله یې د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دي.

راپور وایي، د امریکا دفاع وزارت اوس افغان هوایي ځواک ته اضافي جنګي الوتکې چمتو کوي او په پام کې لري د ځانګړي ماموریت څانګې ته یې د CH-47 چینوک چورلکې ورکړي.

د راپور پر اساس له دغه چورلکو به د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې کار اخستل کېږي او تر ۲۰۲۳ پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې چینوک چورلکې د روسیې د Mi-17 چورلکو ځای ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124383

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124383/

جمهور
  https://www.jomhornews.com