د بښنې نړیوال سازمان:

د تاوتریخوالي کمول مانا نه لري، پر ولسي وګړو هر ډول بریدونه باید ودرول شي

5 دلو 1398 ساعت 9:38

په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې روانې دي، د بېښې نړیوال سازمان وایي د تاوتریخوالي کمول مانا نه لري، پر ولسي وګړو هر ډول بریدونه باید ودرول شي.


په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې روانې دي، د بېښې نړیوال سازمان وایي د تاوتریخوالي کمول مانا نه لري، پر ولسي وګړو هر ډول بریدونه باید ودرول شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې روانو مذاکراتو کې پر اوربند نه بلکې د تاوتریخوالي پر کمولو دواړو لورو هوکړه کړې او د سولې تړون ته نېږدې شوي دي.

خو په ورته وخت کې د بېښې نړیوال سازمان ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول باید د ولسي مرګ ژوبلې د بشپړ مخنیوي په مانا وي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې پر امریکا او طالبانو غږ کړی، چې د سولې په روانو خبرو کې باید دا ژمنه وکړي، چې د جګړې قوانین به بشپړ مراعتوي او پر ولسي وګړو به هر ډول بریدونه دروي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي«هغه نښتې چې یوه برخه یې پر ولسي وګړو بریدونه دي، د تاوتریخوالي اصطلاح په کې بې معنا ده. د تاوتریخوالي کمېدل د منلو وړ نه دي. امریکا او د افغانستان طالبان باید د جګړې قوانینو ته ژمن وي او پر عامو افغانانو بریدونه پای ورسوي.»

په سوېلي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییز مرستیال عمر وراج وايي، تر هغو د سولې ادعاوې جدي نه نیول کېږي چې ښکېلې غاړې پر ولسي وګړو بریدونه ونه دروي.

نوموړي ویلي، چې دوی باید د ولسي وګړو خوندیتوب ته ژمن وي او پر ولسي وګړو هر ډول بریدونه وارزول او عاملین یې محاکمه شي.

د هغه په وینا د سولې خبرې باید په هر ډول شرطونو کې د مجازاتو د مصونیت مجوز ونه ګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم پر عمومي اوربند ټینګار لري او وایي د تاوتریخوالي کمول کوم مفهوم نه لري او په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات سره مرسته نه شي کولی.

افغان حکومت وایي، که طالبان په رښتیا په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات غواړي نو عمومي اوربند او بین الاافغاني خبرو ته باید غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com