هلمند کې یوه چورلکه لوېدلې ده

5 دلو 1398 ساعت 13:54

راپورونه وایي، هلمند ولایت کې یوه چورلکه لوېدلې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان ځواکونو ده او که د بهرنیو ځواکونو.


راپورونه وایي، هلمند ولایت کې یوه چورلکه لوېدلې خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغان ځواکونو ده او که د بهرنیو ځواکونو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د چورلکې د لوېدو پخلی کړی خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، چې سپینې مک هیلیکوپټر په کجکي کې میشتو افغان سرتېرو ته اکمالات رسول، چې لوېدلې ده.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، دغه چورلکه په توغندي ویل شوې، چې له امله یې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی، یو تن ټپي خو دوه پیلوټانو ته یې چې بهرني اتباع دي زیان نه دی رسېدلی.

تر اوسه د دغه چورلکې د لوېدو په اړه طالبانو یا کومې بلې ډلې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 124392

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com