د اوبو او برېښنا وزارت کې د میلیوني فساد ادعا، خو سرپرست وزیر یې په کلکه ردوي او تبلغات یې بولي

5 دلو 1398 ساعت 14:07

په هغه اسنادو کې، چې جمهور خبري آژانس تر لاسه کړي، راغلي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت کې یو شمېر پروژې هغه شرکت ته ورکړل شوې، چې د یادو وزارت د سرپرست وزیر له خپلوانو څخه دی، خو خپله وزیر دغه ډول ادعاوې په کلکه رد کړې.


په هغه اسنادو کې، چې جمهور خبري آژانس تر لاسه کړي، راغلي، چې د انرژۍ او اوبو وزارت کې یو شمېر پروژې هغه شرکت ته ورکړل شوې، چې د یادو وزارت د سرپرست وزیر له خپلوانو څخه دی، خو خپله وزیر دغه ډول ادعاوې په کلکه رد کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اسناد ښيي د سل میلیونه افغانیو په ارزښت یادې پروژې د اوبو او برېښنا وزارت د اوسني سرپرست او معین خان محمد تکل د نېږدې خپلوانو شرکت ته ورکړل شوي دي.

خان محمد تکل په اصل کې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی، د زېربنا په برخه کې تر ماسټرې پورې زده کړې لري او د ۱۳۹۷ کال د څلورمې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ولسمشر غني د یوه حکم پر اساس په اوبو او برېښنا وزارت کې په دنده پیل او اوس د دغه وزارت سرپرست وزیر دی.

په دغه اسنادو کې ادعا شوې، چې ښاغلي تکل د دغه وزارت څلور پروژې چې ارزښت یې سل میلیونه افغانیو ته رسېږي، د خپل ماما زوي ته چې بلال احمد نومېږي او د بلال نعمیت یار په نوم شرکت لري ورکړې دي.

په دغه اسنادو کې ویل شوي، چې بلال نعمیت یار شرکت په اصل کې د بلال احمد د نعمت الله زوی په ریاست او د خان محمد تکل چې اوس د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست دی په مرستیالی جواز لري خو کله چې ښاغلی تکل د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو نو پر خپل ځای یې په یاد شرکت کې د ماما یو بل زوی چې قانونی سن یې هم نه دی پوره کړی، د یاد شرکت مرستیال ټاکلی دی.

اسنادو کې هغه پروژې چې د خان محمد تکل له خوا د خپل ماما د زوی شرکت ته ورکړل شوې:

۱- د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمرزو ولایت د قاضي کنګ د اوبو لګونې کانال پروژه، د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوه استنادي دېوال پروژې قرارداد په ۱۳۹۷ کال کې له بلال نعمیت یار شرکت سره چې مرستیال یې خپله خان محمد تکل و لاسلیک شوې، چې په وینا یې د تدارکاتو قانون خلاف عمل دی.

۲- د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سیند د حفظ او مراقبت پروژه چې لومړی لاټ یې د ۳۰ میلیونه افغانیو او دوهم لاټ یې د ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بلال نعمت یار شرکت ته ورکړل شوې، چې مشري یې د خان محمد تکل د ماما زوی او مرستیال یې خپله تکل دی.

۳- د کندهار ولایت ژېړۍ ولسوالۍ کې د ارغنداب متاشم بخش تحکیماتي دېوال چې د پروژې ارزښت یې ۴۸۴۹۶۴۳۸ افغانۍ دي.

۴ – د کندهار په همدې ولسوالۍ کې د تحکیماتي دېوال یوه بله پروژه چې ارزښت یې ۲۲۴۷۷۷۷۲۳ افغانۍ کېږي.

په دغه اسنادو کې ویل شوي، چې دغه څلور واړه پروژې چې مجموعي ارزښت یې سل میلیونه افغانۍ کېږي د اوبو او برېښنا وزارت اوسنی سرپرست وزیر د خپل ماما د زوی شرکت چې خپله دی یې هم مرستیال دی ورکړي دي.

دغه راز په دې اسنادو کې راغلي، چې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت په ۳۴ ولایتونو کې حفظ و مراقبت د ۲۶۰ تحکیماتي پروژو پلي کولو او دغه راز د ۱۸۵ زره جالونو د پېر لپاره هم د تکل له خوا ولسمشر ته وړاندیز شوی، چې ولسمشر هم منظور کړی په داسې حال کې، چې اسنادو د معلوماتو پر بنسټ آمو سیند د څنډو د تحکیم لپاره دغه طرحه کاملآ د نورم ستندر خلاف ده خو خان محمد تکل او کاري ټیم یې د خپلو شخصي ګټو په خاطر وړاندې کړې ده.

په دغه اسناد کې ټينګار شوی چې د آمو سیند څندو کې د جالونو اچول کاملآ د تخنیکي پلوه د نورم ستندر خلاف کار کدی او له دې درکه خان محمد تکل په میلیونه افغانۍ حیف میل او دولت ته یې زیان اړولی دی.

سرچینه زیاتوي، چې له دغه پروژو څخه یو شمېر یې پلې شوې، چې غیر معیاري او غیر تخنیکي دي او ځینې نور یې تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

دغه راز په دې اسنادو کې ویل شوي، چې درې نورې پروژې هم چې په کندهار ولایت کې  کانال جوړونې په اړه دي ګټونکی یې بلال نعمت یار شرکت پېژندل شوی دی.

همدارنګه اسنادو کې ویل شوی د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ۳۱۰ وړو بندونو جوړولو پروژ قرارداد چې دا مهال پرې کار روان دی، هم طرحه یې د تکل له خوا د ناوړه ګټې اخیستې په موخه وړاندې شوې، چې دغه پروژې کاملآ د تخنیکي پلوه او د هېواد د جوی حالاتو سره په ټکر کې دي.

سرچینه زیاتوي، په داسې حال کې، چې د اوبو او برېښنا وزارت متخصسین ټول د دغه پروژو خلاف و خو معین پر دې پروژو د خپلو شخصي ګټو ټینګار درلود، او د دغه پروژو ګټونکي شرکتونه هم له وړاندې د خان محمد تکل د ټیم له خوا مشخص او ټاکل شوي دي.

د دې اسنادو په ۷ شمېره معلوماتو کې راغلي، چې ډېر ژر به د خان محمد تکل او د هغه د ټيم اړوند د میلیونونو ډالرو فساد نور اسناد هم افشا کړي.

خو د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر خان محمد تکل دغه اسناد او ادعاوې ټول تبلیغات او د ځان پر وړاندې یوه دسیسه وبلله چې په وینا یې د ده د نوم بدولو لپاره د ځینو کړیو او کسانو له خوا کېږي.

نوموړي په یوه تلېفوني اړیکه کې جمهور خبري آژانس ته و ویل، په وزارت کې یې هېڅ یوه پروژوه هم د تدارکاتو قانون خلاف او په داسې ډول چې په هغې کې د منافع تضاد وي نه قبوله کړې او نه هم پلې کړې ده.

هغه زیاته کړه، د قانون له مخې هر شخص او هر شرکت حق لري، چې د پروژو لپاره بېډنګ وکړي او پروژې تر لاسه کړي، چې په وینا یې بلال نعمت یار شرکت هم په هېواد کې یو له وتلو شرکتونو څخه دی او د ښې کار کردګۍ او آزاد رقابت له لارې یې نه یوازې له دې وزارت بلکې له ګڼو نورو وزارتونو څخه هم پروژې تر لاسه او په ښه ډول یې پلې کړې دي.

هغه و ویل«دغه ډول ادعاوې یوازې د نوم بدولو لپاره کېږي، ځینې کړۍ نه غواړي یو کس چې په یو ځای کې ښه کار کوي، کار ته پرېږدي، نو بې ځایه تورونه پرې پورې کوي.»

ښاغلي تکل د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ویل کېږي دی خپله د بلال نعمیت یار شرکت مرستیال دی و ویل، چې ده په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال چې هند ته د ماسټرۍ لپاره تللی و، له دغه شرکت څخه په غیر رسمي ډول او کله چې له هغه ځایه راغی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې په دنده پیل وکړ، نو له یاد شرکت څخه یې په رسمي ډول استعفا کړې او دا مهال ورسره هېڅ ډول اړیکه نه لري.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست زیاته کړه«ما په هند کې د ماسټرۍ پر مهال له دې شرکته استعفا کړې، کله مې چې په ریاست جمهورۍ کې دنده پیل کړه، په رسمي ډول مې استعفا ورکړه، اوس هېڅ ډول اړیکه ورسره نه لرم، او هر کله چې د هرې پروژې په اړه ماته د منافع د تضاد فورم راغلی د تدارکاتو له قانون سره مې سم ډک کړی چې ټول معلومات یې په سوداګرۍ وزارت کې شته او تاسو کولی شی له هغوی معلومات تر لاسه کړی.»

دغه راز وزیر دا هم و ویل، د یاد وزارت څلور یا درې پروژې په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال چې دی یې معین نه و، یاد شرکت ته ورکړل شوې دي.
هغه یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې بلال نعمت یار شرکت د هېواد یو له فعالو شرکتونو څخه دی، چې هر کال کابو تر ۵۰ پورې پروژې له بېلا بېلو وزارتونو تر لاسه کوي، او دی ورسره هېڅ ډول اړیکه نه لري.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 124393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com