کابل کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

6 دلو 1398 ساعت 7:52

کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د یوه مقناطسي ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د سلواغې ۵ مه د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند میرویس میدان سیمه کې شوې ده.

کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې چاودنه د پولیسو په رنجر موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124400

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124400/

جمهور
  https://www.jomhornews.com