لوګر کې د ښوونځي پر ماشومانو د جنسي تېریو د ادعا په تړاو ۷ تنه نیول شوي دي

6 دلو 1398 ساعت 9:49

لوی څارنوالۍ د لوګر ولایت یوه اړوند سیمه کې د ښوونځي پر ماشومانونو د جنسي تېریو د ادعا په تړاو ۷ تنه نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.


لوی څارنوالۍ د لوګر ولایت یوه اړوند سیمه کې د ښوونځي پر ماشومانونو د جنسي تېریو د ادعا په تړاو ۷ تنه نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي جمهور خبري آژانس ته وو یل، چې د دغه موضوع په اړه د پلټونکي پلاوي د څېړنو په پایله کې ۱۸ تنه پېژندل شوي، چې ۷ تنه یې ترې نیول شوي او د ۱۱ نورو د نیول کېدو امر هم ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د ۷ تنو څخه د دوه تنو دوسیې تکمیل او محکمې ته لېږل شوې او د پنځو نور کسانو په اړه لا هم پلټنې روانې دي، چې ډېر ژر به یې دوسیې بشپړې او محکمې ته ولېږل شي.

دغه راز دی وايي، چې د پاتې نورو کسانو د نیولو امر هم د پلټونکي پلاوي له خوا صادر شوی دی.

د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې پلټونکي پلاوي داسې کوم جرمي مورد چې په کې د معارف کوم منسوب ښکېل وبلل شي نه دی لیدل شوی او نه یې هم په اړه اسناد او شواهد وړاندې شوي.

د لوي څارنوالۍ د ویاند په وینا د دغه موضوع په اړه لا هم جدي پلټنې روانې دي، چې په کې هر ډول پرمختګ به یې په وخت د قوانینو سره سم د رسنیو سره شریک کړي.
 
د یادونې ده، چې د لوګر ولایت د یوې سیمې په شپږو ښوونځیو کې پر لسګونو ماشومانو د جنسي تېري او اذیت راپور نېږدې دوه میاشتې وړاندې د کارډین ورځپاڼې له خوا خپور شو.

دغه راپور د لوګر د مدني ټولنې د رییس موسی محمودی او یو شمېر نورو فعالانو له خوا ګارډین ته ورکړل شوی و، او په کې یې ادعا کړې وه، چې په شپږو ښوونیځو کې ۵۵۰ تنو زده کوونکي په جنسي توګه ځورول شوي دي.

د دغه راپور خپرېدا د نړیوالو غبرګونو تر څنګ د افغان حکومت او افغانستان د خلکو هم سخت غبرګونونه راوپارول او دا راپور تر ډېره پورې بې بنسټه وبلل شو.

د افغانستان د ملي امنیت له خوا محمودي او د هغه ځینې ملګري د امنیت دلایلو او پلټنو لپاره نیولي و، خو محمود او بل ملګري یې احسان الله حمدي اعتراف وکړ، چې د دوی دغه راپور بې بنسټ او غیر مسلکي وو.

تر دې وروسته د افغانستان ولسي جرګې هم د یادې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی وګماره او تر پلټونو وروسته یې دغه راپور په کلي ډول بې بنسټه وباله.

د دې راپورونو او پلټنو څخه وروسته پرون راپور خپور شو، چې د دغه راپور چمتو کوونکی موسی محمودي له خپلې کورنۍ سره یو ځای له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او په کوم ګاونډي هېواد کې غلی شوی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 124411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com