د امریکا نوی شارژدافیر: د افغانستان بیا رغونه کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو

6 دلو 1398 ساعت 10:03

په کابل کې د امریکا سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وايي، امریکا د افغانستان بیا رغونې کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.


په کابل کې د امریکا سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وايي، امریکا د افغانستان بیا رغونې کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولس ویلي، چې ده په افغانستان کې نوې خپله دنده پیل کړې او په دې موده کې یې له ګڼو افغان سیاسیونو سره لیده کاته کړي دي.

د هغه په وینا دی او همکاران یې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هڅه کوي او غواړي په افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ ته ادامه ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې امریکا د افغانستان بیا رغونې او پرمختګ ته ژمنه ده او دا د خپل ماموریت یوه برخه ګڼي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر د افغانانو فرهنګ او مېلمه پالنه ستایلې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه هېواد ته ډېر ژر تلپاتې سوله او ثبات راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124412

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124412/

جمهور
  https://www.jomhornews.com