دفاع وزارت د فراه جمعه بازار کې د نظامي ټانګونه پلورل رد کړل

6 دلو 1398 ساعت 14:50

ملي دفاع وزارت هغه راپورونه بې بنسټ وبلل، چې ویل کېږي د فراه ولایت په جمعه بازار کې د افغان پوځ هاموي ټانګونه پلورل کېږي.


ملي دفاع وزارت هغه راپورونه بې بنسټ وبلل، چې ویل کېږي د فراه ولایت په جمعه بازار کې د افغان پوځ هاموي ټانګونه پلورل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور د ولسي جرګې داخلي امنیت پلاوی، چې د امنیتي څېړنو لپاره فراه ته تللی و خپور کړ.

دغه پلاوی په خپل راپور کې ویلي و، چې د فراه په جمعه بازار کې د افغان پوځ هاموي ټانګونه پلورل کېږي، چې تر ډېره یې مافیايي کړۍ اخلي او بیا یې طالبانو ته ډالۍ کوي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوی، چې یو هاموي ټانګ په ۲۵ زره ډالره پلورل کېږي په داسې حال کې، چې د یوه ټانګ قمیت ۲۷۰ زره ډالره دی.

خو دفاع وزارت دغه راپورونه په کلکه رد کړل وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسایلو او تجهیزاتو ساتنه د وزارت د مشرتابه لپاره ډېر مهم دي.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي جمهور خبري آژانس ته و ویل، په هېڅ وجه دا ډول څه امکان نه لري چې قوماندانان او یا هم د پوځ غړي دې په داسې کوم اقدام لاس پورې کړي.

دی وایي، د ولسي جرګې د پلاوي په راپور کې دا نه دي ویل شوی، چې دغه هاموي ټاګونه چې پلورل شوي د کوم امنیتي بنسټ اړوند دي، ځکه له دغه ټانګونو هم پولیس او هم پوځ ګټه اخلي.

نوموړي زیاتوي، که د ولسي جرګې پلاوی په دې برخه کې کوم اسناد لري باید له امنیتي بنسټونو سره یې شریک کړي که نه پرته له هغې دا یو تور دی او اساس نه لري.

ومو غوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو د کورنیو چارو وزارت ویندویانو له پرلپسې اړیکو سره ځواب ورنکړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 124424

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com