غني امریکايي چارواکو ته! په ټول افغانستان کې باید اوربند وشي

7 دلو 1398 ساعت 8:05

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له نوي شارژدافیر راس ویلسن او په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له نوي شارژدافیر راس ویلسن او په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر او دغه امریکايي چارواکو لیدنه پرون یکشنبې د سلواغې ۶ مه ارګ کې شوې ده.

ارګ وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر امنیتي وضعیت او سولې خبرې وکړې او جنرال مېلر قطر ته د خپل سفر او هلته له طالبانو سره د خبرو په اړه ښاغلي غني ته معلومات ورکړل.

د ارګ په خبرپاڼه کې د مېلر له خولې نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو یوازې دا یې ویلي، چې مذاکرات لا هم روان دي او خلیلزاد هم کابل ته راغلی، چې خپل معلومات به له افغان حکومت سره شریک کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د هغوی له خبرو اورېدو وروسته ټینګار وکړ، چې په ټول افغانستان کې باید اوربند وشي.

ولسمشر غني پر داسې مهال پر عمومي اوربند یو ځل بیا ټينګار کوي، چې ویل کېږي امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي په کمولو هوکړې ته رسېدلي دي.

خو اوس ویل کېږي، چې امریکا له طالبانو نوې غوښتنې مطرح کړې او ویلي یې دی، چې د تاوتریخوالي کمول باید وضاحت ولري او موده یې اوږده وي.

ولې طالبانو دا خبره نه ده منلې او ویلي یې دي، چې د امریکا د زیاتو غوښتونو مطرح کولو نه نور تر پوزې راغلې او امریکا هسې وخت ضایع کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124436

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124436/

جمهور
  https://www.jomhornews.com