دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ طالبان وژل شوي دي

7 دلو 1398 ساعت 9:44

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو ضد ۱۳ چاڼیز او تهاجمي عملیات او دغه راز ۱۲ هوايي بریدونه تر سره کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، یاد عملیات، بادغیس، بلخ، هلمند، کندز، نیمروز، ننګرهار، کندهار، فراه او غزني کې ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې به دغه عملیاتو کې ۵۱ ترهګر وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي او همداراز پنځه تنه‌یې ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي د شنبې په شپه ‌یې په کندز کې د افغان پوځیانو په پوستې په برید سره ۱۰ افغان عسکر وژلي دي.

طالبانو په یوه بله اعلامیه کې ادعا کړې چې په بلخ ولایت کې یې د افغان پوځیانو په یوه کاروان په برید سره اته عسکر وژلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 124442

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124442/

جمهور
  https://www.jomhornews.com