کابل کې یو سوداګر تښتول شوی دی

7 دلو 1398 ساعت 9:46

پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو تن سوداګر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی دی.


پولیس چارواکي تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یو تن سوداګر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د سلواغې ۶ مه ماښام مهال د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل امنیه قومانداني د دغه خبر د پخلي تر څنګ وايي، په هغه نښته کې، چې د یاد سوداګر د تښتونې پر مهال رامنځ ته شوې ده، یو تن ټپي شوی هم دی.

پولیس وایي، دوی په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې، غلا، تښتوونې، قتل، چورچباول زیات شوی او خلک یې اندېښمن کړي، خو کورنیو چارو وزارت د دغه جنايي پېښو د مخنیوي لپاره ګړندۍ هڅې پیل کړې دي.

دغه وزارت په تېرو دوه اونیو کې لسګونه مهم او خطرناک مجرمین نیولي هم دي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124444

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124444/

جمهور
  https://www.jomhornews.com