عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي دي

7 دلو 1398 ساعت 11:11

راپورونه وايي، عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.


راپورونه وايي، عراق کې د امریکا پر سفارت درې راکټونه لګېدلي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي یو راکټ د سفارت په خوړنځي لګېدلی او بل هم په لږ واټن کې ورته لګېدلي دی.

امریکایي پوځي چارواکو منلې، چې د کاتویشا په نوم توغندي یې پر سفارت لګېدلي او په ورته وخت کې رویټرز خبري آژانس ویلي، چې په پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو وروستیو کې د امریکا ضد خوځښتونه عراق کې زیات شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د عراق له حکومته غوښتي، چې د دغه هېواد دیپلومایکو ودانیو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124448

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124448/

جمهور
  https://www.jomhornews.com