۰

کورنیو چارو وزارت د ۱۷ مجرمینو لېست خپور کړ

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۷
کورنیو چارو وزارت په بېلا بېلو جرمونو د ۱۷ تورنو مجرمینو لېست خپور کړی دی او په نیولو کې یې له کابل ښاریانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت د ۱۷ مجرمینو لېست خپور کړ
کورنیو چارو وزارت په بېلا بېلو جرمونو د ۱۷ تورنو مجرمینو لېست خپور کړی دی او په نیولو کې یې له کابل ښاریانو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لېست کې چې کورنیو چارو وزارت خپور کړی مجرمین صبر الله غیر مسوول وسله وال، روف غیر مسوول وسله وال، شاه آغا مشهور په رییس شاه آغا، شېرالله غیر مسوول وسله وال، نقیب مشهور په نقیب ده دانا، امید مشهور په امید تکانه، حسیب مشهور په حسیب سرکه، سمیر، فیصل، سیف الدین، متین مشهور په متین ګذرګاه، حامد مشهور په حامد غنډو رییس آشنا او رییس حسام، مسعود، شهاب، او حمید الله دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، دغه کسان چې نومونه او معلومات یې خپاره شوي دي، کابل ښار کې په بېلابېلو جرمي قضیو په ځانګړې توګه قتل، چپاولګري، لارنیونې او د عامه امن او نظم په اخلال کې کلیدي نقش لري او د ملي پولیسو تر جدي څارنې لاندې دي.

وزارت وایي، دا چې یاد کسان په ګڼو جرمونو کې لاس لري او د پولیسو تر څار لاندې دي، نو له کابل ښاریانو هیله لري، چې د دې فرابري تورنو په نیولو کې له خپلو پولیسو سره همکاري وکړي او د خپل ښار په امنیت ساتنه کې برخه واخلي.

د یادونې ده، چې کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د یو شمېر مجرمینو نومونه افشار او یو شمېر یې ترې نیولي هم دی.

خو په دې وروستیو کې وزارت یو ځل بیا په کابل ښار کې د ډاډمن امنیت په خاطر د مجرمینو پر ضد یو لړ ځانګړې مبارزه پیل کړې او وایي دا مبارزه به تر هغې روانه وي، تر چې د مجرمینو ټغر ټول شوی نه وي او کابل ښار امن شوی نه وي.

کورنیو چارو وزارت د مجرمینو پر ضد د مبارزې دغه لړۍ له تېرې دریو اونیو راهیسې پیل کړې او د دې لپاره یې د امنیتي حوزو د منسوبینو تر څنګ د کورنیو چارو وزارت کابو ۱۰۰۰ تنه منسوبین هم له ۳۰۰ رنجرو سره ګمارلي تر څو په کابل ښار کې ګزمې وکړي او مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.

کورنیو چارو وزارت د دغه مبارزې په ترڅ کې تر اوسه پورې لسګونه مجرمین نیولي هم دی، چې ویل کېږي ځینې یې ډېر مهم او خطرناک دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي