د منظور پښتین نیولو ته د ولسمشر غني او افغان سیاسیونو غبرګون

8 دلو 1398 ساعت 9:36

ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو د پاکستاني پولیسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول غندلي او د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه یې کړه ده.


ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو د پاکستاني پولیسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول غندلي او د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه یې کړه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې منظور پښتین وړمه شپه د پېښو په تکهال سیمه کې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شول او نامعلوم ځای ته یې وړی دی.

تر دې وروسته د دغه غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ په یوه ټوېټ کې د پښتین د نیول کېدو پخلی وکړ، د هغه نیونه یې وغندله او د ژر خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي ویلي و، چې د پښتین په نیول کېدو سره د پاکستان اداره نه شي کولی دوی له خپل حق غوښتنو تېري کړي.

د پښتین نیولو ته د نورو غبرګونونو تر څنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم غبرګون وښودل او د هغه نیول یې وغندل.

ولسمشر غنی په خپل ټوېټر د منظور پشتین او د هغه د همکارانو په نیولو خواشیني ښودلې او په ترهګرۍ ځپلې سیمه کې یې د حکومتونو له‌خوا د سوله‌ییزو مدني خوځښتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

مخکني ولسمشر حامد کرزي هم په یو بیان کې د منظور پشتین نیونه غندلې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې نوموړی دې ژر تر ژره خوشې کړي.

د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپل ټویټر لیکلي: «ما یو ارام او مسک منظور پشتین د وارخطا پاکستاني پولیسو په توقیف کې ولید.»

صالح ویلي، دوی د پي ټي اېم او د دوی د سوله‌ییزې مبارزې اخلاقي ملاتړ کوي او د منظور پشتین د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم په یوه بیان کې د منظور پشتین او د ده د ملګرو نیول او ځورونه د ولسي مبارزې خلاف عمل بللی او د هغه د ژر خوشې کېدو هیله‌یې کړې.

ښاغلي اتمر ویلي چې «د ترهګرۍ او انسان وژنې خلاف غږ باید چپ او زنداني نه‌شي، بلکې ملاتړ يې وشي.»

د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان دغه کار په کلکو ټکو غندلی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې ژر تر ژره منظور پښتین خوشی کړي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پرون اعلان وکړ چې د پاکستاني پولیسو له ‌خوا د دې غورځنګ د مشر پر نیول کېدو به نن سې شنبه په پاکستان او نوره نړۍ کې پراخې اعتراضي غونډې او لاریونونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 124476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com