بغلان کې د یوې امنیتي حوزې امر له ۱۸ پولیسو سره وژل شوی دی

8 دلو 1398 ساعت 10:24

سیمه ییز چارواکي وايي، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د خواجه الوان امنیتي حوزې امر د خپلو ۱۸ پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د خواجه الوان امنیتي حوزې امر د خپلو ۱۸ پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم امنیتي سرچینو ویلي، د حوزې امر او ورسره پولیس نن سه شنبې د سلواغې ۸ مه سهار مهال د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي.

خو د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې خو دا چې د خواجه الوان دښته د پلخمري ښار څخه په لرې واټن کې ده، دوی د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه لري.

نوموړي تایید کړه، چې وسله والو طالبانو نن سهار د پلخمري ښار په خواجه الوان سیمه کې په دریو امنیتي برخو ډلیز بریدونه کړي خو په وینا یې سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

دی وایي، سیمې ته یو پلاوی هم د پلټنو لپاره لېږل شوی خو تر اوسه یې معلومات نه دي تر لاسه کړي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124479

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124479/

جمهور
  https://www.jomhornews.com