۰

بغلان کې یو تن خپل خسر، خواښې او اوښی په چاړه وژلي دي

سی شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې یو کس خپل خسر، خواښې او اوښی د چړې په ګذارونو سره وژلي دي.
بغلان کې یو تن خپل خسر، خواښې او اوښی په چاړه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې یو کس خپل خسر، خواښې او اوښی د چړې په ګذارونو سره وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د سلواغې ۸ مه د شپې ۱۲ بجې د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د ششص کوتی په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت وایي، دغه کس د شپې د خپل خسر کور ته ورغلی، خسر، خواښې، او اوښی یې د چاړې په ګذارونو سره وژلي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه کس خپله مېرمن او د خسر د کورنۍ دوه نور غړي ټپیان کړي هم دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، قاتل د پولیسو له خوا نیول شوی او په لومړنیو پلټنو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم، خو پولیس وايي، دوی پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي