د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ د پاکستان د حکومت له خوا د منظور پښتین نیولو ته په غبرګون کې وايي، تر چې پاکستان د ترهګرۍ پروژه تړلې نه وي، دوی به چوپ پاتې نه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پښتون ژغورنې یا پي ټي اېم مشر منظور پښتین وړمه شپه د پېښور په تکهال سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شو، چې اوس یې زندان ته وړی دی.
محسن داوړ د هغه د نیونې د غندنې تر څنګ د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې وايي، منظور پښتین د بنو په جلسه کې د پښتنو د قومي جرګې د راټولولو اړوند څرګنونو زنداني کړی دی.
نوموړي ویلي د پاکستان ریاست نه غواړي، چې منظور پښتین دومره زور پیدا کړي، چې د پښتونخوا ټول قومونه سره په یوه ټغر راټول کړي.
ښاغلي داوړ په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دغه ډول کارونه به د دوی د حق طلبۍ غوښتې کمزورې او غوڅې نه کړي، بلکې لا به یې پیاوړې کړي.
دی وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د پوځي ادارو د جګړې په کاروبار پښه ایې ښده او همدا لامل دی، چې مخه یې نیول کېږي.
هغه زیاته کړې« پاکستان زموږ په خاوره باندې د ډالرو لپاره جنګ پیل کړی، د ترهګرۍ پروژې یې پلې کړې، موږ په همغې پسې راپورته شوي یوو، تر څو دا پروژه ختمه نه شي، موږ به هم چوپ نه شو.»
ښاغلي داوړ خبرداری ورکړی چې د پاکستان په پټه پالیسۍ کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ دوام ته وده ورکول کېږي.
نوموړي د منظور پښتین د خوشې کولو په تړاو د افغان ولسمشر د څرګندونو هرکلی هم کړی او وايي، د پاکستان د پوځي ادارو اسناد او دلایل د دوی په وړاندې کمزوري دي، ځکه پر دوی د افغانستان د ملاتړ تور لګول کېږي.
نوموړي ویلي«هر څوک چې زموږ ملاتړ کوي موږ یې هرکلی کوو، موږ د پاکستان له تورونو نه ډارېږو، موږ دوی ته وایوو چې ترهګري مه روزئ، زموږ خاوره کې یې مه روزئ، دا هغه څه دي چې د دوی وزیر اعظم هم پرې اقرار کړی دی.»
ټاکل شوې نن به په ټول پاکستان، افغانستان او اروپايي هېوادونو تر څنګ ګرده نړۍ کې پښتانه او بشري فعالانه د منظور پښتین د راخوشې کولو لپاره لوی لاریونونه راوباسي.
محسن داوړ په دې اړه له ټولو مظاهره چیانو څخه د پر امن اوسېدلو غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل