تر اوسه د ۲۵۰۰ محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه نهايي پرېکړه نه د شوې

8 دلو 1398 ساعت 11:04

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون وایي، تر اوسه پورې د ۲۵۰۰ محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او نه هم په ولایتي دفترنو کې دغه محلونه بیا رای شمېرنې ته تللي دي.


د ټاکنو شکایتونو کمېسیون وایي، تر اوسه پورې د ۲۵۰۰ محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او نه هم په ولایتي دفترنو کې دغه محلونه بیا رای شمېرنې ته تللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترنو له خوا شکایتونو ته د رسېدنې په موخه ۲۵۵۵ محلونو کې د بیا رای شمېرنې غوښتنه شوې ده.

خو اوس د مرکزي کمېسیون چارواکي وایي، تر اوسه پورې دغه بحث وروستی شوی نه دی او د دغه محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د یاد کمېسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض نن سه شنبې د سلواغې ۸ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ولایتي دفترو د ۲۵۵۵ محلونو د بیا رای شمېرنې د پرېکړو په اړه په مرکزي کمېسیون کې استینافي شکایتونه ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون تصمیم نیولي چې لومړی باید دغه استینافي شکایتونه وڅېړل شي او وروسته د یاد شمېر محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه پرېکړه وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې تر اوسه پورې په مرکزي کمېسیون کې د یادو محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه بحثونه روان دي او کومه وروستۍ پرېکړه هم نه ده شوې.

دی وايي، کله چې په مرکزي کمېسیون کې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشوه، نو هغه وخت به د شکایتونو کمېسیون د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د دغه محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه معلومات شریک کړي.

د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ویاند زیاتوي، چې دا مهال په مرکزي کمېسیون کې د استینافي شکایتونو څېړلو باندې کار روان دی او په څو ورځو کې به پای ته ورسېږي او وروستۍ پرېکړه به اعلان شي.

نوموړی وایي، چې ځینې استینافي شکایتونه د پرېکړې لپاره د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون د کمېشنرانو د مېز پر سر دي او ځینې نور یې هم د تحلیل او تجزیې په پړاو کې دي.

د هغه په وینا تر ډېره دغه استینافي شکایتونه د رایو تر منخ د تفاوت، بایومتریکي ستونزو، له وخت وړاندې د استعمال شویو رایو په بره کې چې ټولې کابو د ۳۰۰ زره رایو په اړه دي.

د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د معلوماتو پر اساس تر اوسه پورې د ولایتي دفترنو له خوا په مرکزي دفتر کې ۶۲۹۲ استینافي شکایتونه شتون لري، چې د دریو انتخاباتي ټکټونو، دولت جوړونکي، ثبات او همکرایۍ او اسلامي سولې او عدالت له خوا دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 124483

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124483/

جمهور
  https://www.jomhornews.com