ډاکتر عبدالله:

که طالبان فکر کوي، د امریکا له وتلو وروسته به د افغانستان مساله پر جګړه حل کړي تېروتنه کوي

8 دلو 1398 ساعت 14:13

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، که طالبان په دې فکر وي، چې د امریکا له وتلو وروسته به د افغانستان مساله د جګړې له لارې حل کړي تېروتنه کوي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، که طالبان په دې فکر وي، چې د امریکا له وتلو وروسته به د افغانستان مساله د جګړې له لارې حل کړي تېروتنه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن سه شنبې د سلواغې ۸ مه د سالنګ د شهیدانو تلین غونډه کې وینا کوله و ویل، د دې لپاره چې اوسنی کړاو او مصیبت لري شي د سولې خبرو ته چمتو ی.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«د دې په خاطر چې اوسنی درد او مصبت ختم شي، موږ د سولې خبرو ته چمتو یو، ټول شموله خبرو ته، له ټولو هغه کسانو سره چې له موږ سره په جګړه دي.»

خو په وینا یې هغه (اشاره یې طالبانو ته) کسان چې فکر کوي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان ستونزه په جګړه حل کړي، تېروتنه کوي، او کاملآ د افغانستان له تاریخ او د خلکو له مفکورو څخه بې خبره دي.

نوموړي زیاته کړه، مجاهدین هم د افغانستان د خلکو د عزت په خاطر ولاړ و، خو بیا هم لیدل کېږي، چې مجاهد، د جاني، قاتل، جنګ سالار په نومونو یادېږي، خو په وینا یې که دغه ډول څرګندونې درک نه کړای شي، باید له ځان سره حسابونه وکړ، چې له جهاد او مقاومت څخه زموږ ساتنه څومره پر حقه ده.

دی وایي، کوم عزت چې الله ج مجاهدینو ته ورکړی له هغه څه نه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې تر لاسه شوي لوړ دی ځکه نړۍ ټول مشران او ولسمشران چې کله خبرې کوي، نو د افغانستان د خلکو مېړانه ستایي او احترام یې لري.

د عبدالله په وینا نن هم د افغانستان خلک دې پوهې ته رسېدلي، چې باید خپل یووالی وساتي، او که چې د سولې خبرې کېږي نو باید د افغانستان د ټولو خلکو استازي په دې خبرو کې ګډون ولري، ځکه ټولو قرباني ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 


د مطلب کود: 124500

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124500/

جمهور
  https://www.jomhornews.com