جنرال دوستم له محب سره لیدنه: روانو کشمکشونو ته باید سیاسي حل لار پیدا کړو

8 دلو 1398 ساعت 14:40

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب چې د هېواد شمال ته په سفر تللی په جوزجان ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب چې د هېواد شمال ته په سفر تللی په جوزجان ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دغه کتنې وروسته ښاغلي محب او ښاغلي دوستم نن سه شنبې د سلواغې ۸ مه د خبریالانو پوښتونو ته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول.

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب و ویل، چې شمال ته یې د سفر موخه د شمالي ولایتونو امنیت جاجول او دغه راز د شته امنیتي ګواښونو لپاره د تدابیرو نیول دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د شمالي ولایتونو د امنیت او دغه راز د پرمختیايي کارونو او انشکافي پروژو د پلي کولو لپاره یې د جنرال دوستم په ګډون له ګڼو مشرانو سره خبرې اترې کړې دي.

د هغه په وینا له جنرال عبدالرشید دوستم سره یې د لیدنې موخه دا ده، تر څو په شمال کې د دښمن پر ضد د پېلېدونکو عملیاتو او له هغې وروسته د سیمې ساتنې او انشکافي کارونو په موخه د هغوی له مشورو برخمن شي.

ښاغلي محب زیاته کړه، دا چې په راتلونکي کال کې د دښمن موخه تر ډېره شمالي ولایتونه دي، نو باید افغان حکومت له وړاندې ورته چمتوالی او تدابیر ونیسي.

په ورته وخت کې جنرال عبدالرشید دوستم د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا له ښاغلي محب سره یې د افغانستان پر سیاسی مسایلو په ځانګړي ډول تېرو ولسمشرۍ ټاکنو هم خبرې کړې که نه و ویل، بلې، په دغه لیدنه کې پر ټاکنو هم بحث وشو.

ښاغلي دوستم زیاته کړه، چې د ټاکنو په اړه خبرې پر دې وشوې، چې باالاخره په هېواد کې دغه روانو سیاسي ناندریو ته چې سیاسیون یوه خوا او حکومت بله خوا دی، سیاسي حل لار ولټول شي او دغه راز د ټاکنو پایلې هم معلومې شي.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو دا یې تایید کړه، چې له ښاغلي محب سره یې د شمالي ولایتونو د امنیت او پېلېدونکو عملیاتو په اړه مفصلې خبرې کړې او لازم تدابیر باید ونیول شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار وکړ، چې په شمالي ولایتونو کې باید پوځي عملیات له بلخ څخه پیل او نورو ولایتونو ته وغځول شي او نور په دغه ولایتونو کې باید د دښمن ټغر ورټول کړای شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 124502

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124502/

جمهور
  https://www.jomhornews.com