د څرخي پله زندان مرستیال په ۲۰ کاله بند محکوم شو

8 دلو 1398 ساعت 14:42

د کابل د څرخي پله د زندان مرستیال د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور په کابو ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.


د کابل د څرخي پله د زندان مرستیال د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور په کابو ۲۰ کاله بند محکوم شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی د نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د ځانګړې محکمې له خوا په بند محکوم شوی دی.

د نشه يي توکو پر ضد د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د دغه خبر د پخلي تر څنګ جمهور خبري آژانس ته و ویل د څرخي پله زندان مرستیال او دوه نور کسان زندان کې د ننه د نشه يي توکو د خرڅلاو په تور تورن وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه کسانو محکمې ته د راکشولو او محکمه کولو حکم تېره اوونۍ صادر شوی وو او محاکمه شوي دي.

موحد د څرخي پله زندان د مرستیال نوم وانخیست خو ویې ویل، چې هغه د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په جرم په ۱۹ کاله اته میاشتې او ۲۹ ورځو زندان محکوم شو.

دغه راز نوموړی وایي، له دې منځه یو بل کس په ۱۳ کاله زندان محکوم شوی او دریم ته یې برائت ورکړل شوی دی.

دی وایي، چې دغو دوه کسانو پریکړه نه ده منلې او د استیناف غوښتنه یې کړې ده خو تر بلې محکمې به دواړه زندان کې وي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض

 
 


د مطلب کود: 124504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com