خالد: هم به د سولې خبرې روانې وي او هم د امنیت لپاره جګړه روانه وي

10 دلو 1398 ساعت 8:25


د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، د سولې خبرې به روانې وي، خو د هېوادوالو د امنیت لپاره به جګړه هم دوام ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد دغه څرګندونې د پرون چهارشنبې د سلواغې ۹ مه د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان او مرستیال د پېژندنې په مراسم غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغان ځواکونو په تېرو دوه کلونو کې وښوده، چې څومره پیاوړي شوي او وسله والو مخالفینو ته یې ګواښ وکړ، چې په جګړه یې نه شي ګټلی.

هغه زیاته کړې، وسله وال مخالفین له خبرو پرته نه شي کولی خپلې غوښتې لاس ته راوړي، نو لازمه ده، چې د خبرو له لارې ټول مسایل حل او فصل شي.

ښاغلي خالد د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، چې  سولې مذاکرات به دوام لري، خو د هېوادوالو د امنیت خوندي ساتلو لپاره به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

بل خوا خالد دا هم زیاته کړه، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ناشوني نه دي، ځکه په خبره یې افغان دولت له نړیوالو سره دوستی او ګډې ستراتېژي ګټې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 124537

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124537/

جمهور
  https://www.jomhornews.com