۰

د امریکا د سولې انسټېټوټ: بین الافغاني خبرې د افغان سولې اصلي پيل دی

پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۴
د امریکا د سولې انستېتیوت وايي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره اصلي خبرې له بین الافغاني مذاکراتو سره سم پیلېږي.
د امریکا د سولې انسټېټوټ: بین الافغاني خبرې د افغان سولې اصلي پيل دی
د امریکا د سولې انستېتیوت وايي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره اصلي خبرې له بین الافغاني مذاکراتو سره سم پیلېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انستېتیوت ټینګار کړي، چې د سولې اصلي خبرې د بین الاافغاني مذاکراتو له پیل سره سمې پيلېږي او تر هغې پورې روانې خبرې په افغانستان کې د جګړې په کمېدو کې محسوس اغېز نه شي کولی.

د یاد انستېتیوت د افغانستان د چارو مسوول سکاټ وارډن وايي، دوی تمه لري، چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو یا اوربند هوکړه وکړي.

خو په وینا یې د سولې اصلي خبرې د افغانانو ترمنځ له مذاکراتو سره سمې پیلېږي، چې ښايي دا مذاکرات بیا ډېر اوږده او دواړه لوري اوږدې ناندرۍ ولري.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې وايي هیله لري، چې طالبان او امریکا ژر هوکړې ته ورسېږي او بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي