۰

ارګ:د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار څرګندونې مبالغه ده

پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۴
افغان حکومت وایي، د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار څرګندونې مبالغه ده، او د طالبانو شمېر هومره نه دی لکه دغه ادارې چې ویلي دي.
ارګ:د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار څرګندونې مبالغه ده
افغان حکومت وایي، د طالبانو د شمېر په اړه د سیګار څرګندونې مبالغه ده، او د طالبانو شمېر هومره نه دی لکه دغه ادارې چې ویلي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د ارګ ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو شمېر معلوم نه دی خو څه چې سیګار ویلي، هغه هم مبالغه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو شمېر ۸۰ زره نه دی او د سیګار معلومات دقیق نه دي.

سیګار په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ډېری برخو د امنیت ساتلو وړتیا نه لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، امریکا له پیله تر اوسه ۸۶،۶ میلیارد ډار یوازې د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې لګولي دي خو دا ځواکونه اوس هم د دې وړتیا نه لري چې د دې هېواد د ډېریو سیمو د خلکو امنیت خوندي کړي.

راپور وايي، امریکا ځکه پر دې ځواکونو ډېره پانګونه وکړه چې په خپلواکه توګه عملیات مخ ته یوسي خو دوی لا هم د الوتکو د ترمیم او بیا رغونې وړتیا نه لري.

د سیګار په وینا دا هغه کار دی چې د عملیاتو مخ ته وړلو لپاره خورا مهم دی.

خو د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون چهارشنبې د سلواغې ۹ مه په یوه غونډه کې و ویلي، چې په تېرو دوه کلونو کې افغان ځواکونه خورا پیاوړي شوي او کولی شي د خپل هېواد امنیت خوندي کړي.

نوموړي ویلي، چې افغان ځواکونو په تېرو دوه کلونو کې وښوده، چې څومره پیاوړي شوي او وسله والو مخالفینو ته یې ګواښ وکړ، چې په جګړه یې نه شي ګټلی.

هغه زیاته کړې، وسله وال مخالفین له خبرو پرته نه شي کولی خپلې غوښتې لاس ته راوړي، نو لازمه ده، چې د خبرو له لارې ټول مسایل حل او فصل شي.

ښاغلي خالد د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، چې  سولې مذاکرات به دوام لري، خو د هېوادوالو د امنیت خوندي ساتلو لپاره به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي