طالبانو پر امریکایي ځواکونو بریدونه بند کړي دي

10 دلو 1398 ساعت 9:10

راپورونه وایي، وسله والو طالبانو پر امریکايي ځواکونو خپل بریدونه درولي او پر افغان ځواکونو به هم بریدونه راکم کړي.


راپورونه وایي، وسله والو طالبانو پر امریکايي ځواکونو خپل بریدونه درولي او پر افغان ځواکونو به هم بریدونه راکم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو له مذاکراتو باخبره سرچینو تایید کړې، چې طالبانو پر امریکايي ځواکونو بریدونه بند کړي او ژمنه یې کړې، چې پر افغان ځواکونو به هم بریدونه راکم کړي.

رویټرز خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی ویلي، دغه هوکړه د امریکا او طالبانو د دوحې په ووستیو خبرو اترو کې شوې ده.

دا راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکنو د طالبانو بریدونه نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې لا زیات شوي دي.

بغلان، قندوز، غزني او ځینې نورې سیمې هغه ولایتونه دي، چې په دې وروستیو کې طالبانو پر افغان ځواکونو په کې مرګوني بریدونه کړي.

په ورته وخت کې پرون د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د یوې غونډې پر مهال و ویل، چې طالبانو سولې ته میلان نه لري، نو ځکه یې دوی هم پر وړاندې د ځپونکو عملیاتو تابیا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخوانیو طالب چارواکو په وینا امریکایي پلاوي او طالب استازو په دې وروستیو خبرو کې کلي توافقاتو ته رسېدلي دي.

پخواني طالب چارواکي مولانا جلال الدین شنیواري جمهور خبري آژانس ته وویل، دا مهال د طالبانو سیاسي استازي د امریکا د دې غوښتې پر سر چې د تاوتریخوالي کمېدو موده وغځوي، له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.

مولانا جلال الدین شنیواري دا هم و ویل، چې طالب مشرانو هم د امریکا د دغه غوښتې په اړه شین څراغ ورکړی دی او کېدای شي د تاوتریخوالي کمېدو موده اوږده شي.

د هغه په وینا چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد هم د ناټو له عمومي مشر سره د سلا مشورو لپاره بروکسل ته تللی دی.

دی وايي، هیله شته، چې د سولې تړون د خبرو په بل پړاو کې چې د ده په وینا ښايي راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي، نهايي او لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com