افغان حکومت:

د طالبانو او امریکا په مذاکراتو کې نوي پرمختګونه نشته دي

10 دلو 1398 ساعت 9:13

افغان حکومت وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې نوي پرمختګونه نشته دي او دوی له دې مذاکراتو خبر لري.


افغان حکومت وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې نوي پرمختګونه نشته دي او دوی له دې مذاکراتو خبر لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې افغان حکومت له خلیلزاد سره په اړیکه کې دی او معلومات لري، چې د امریکا او طالبانو مذاکراتو کې کوم نوی پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي ویلي، افغان حکومت لا هم پر عمومي او اوږدمهاله اوربند ټینګار لري او طالبانو ته په کار ده چې دغه شرط ته غاړه کېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینو ویلي، چې طالبان او امریکايي لوري د دوحې په ورستیو خبرو کې کلي توافقاتو ته رسېدلي دي.

راپورونه دا هم وايي، چې د دغه توافقاتو پر اساس طالبانو پر امریکایي ځواکونو خپل بریدونه درولي او پر افغان ځواکونو یې هم د بریدونو کمولو ژمنه کړې ده.

پخواني طالب چارواکي مولوي جلال الدین شنیواري هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې د دوحې په وروستیو خبرو کې دواړه لوري کلي توافقاتو ته رسېدلي دي.

دی وايي،  دا مهال د طالبانو سیاسي استازي د امریکا د دې غوښتې پر سر چې د تاوتریخوالي کمېدو موده وغځوي، له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.

مولانا جلال الدین شنیواري دا هم و ویل، چې طالب مشرانو هم د امریکا د دغه غوښتې په اړه شین څراغ ورکړی دی او کېدای شي د تاوتریخوالي کمېدو موده اوږده شي.

د هغه په وینا چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد هم د ناټو له عمومي مشر سره د سلا مشورو لپاره بروکسل ته تللی دی.

دی وايي، هیله شته، چې د سولې تړون د خبرو په بل پړاو کې چې د ده په وینا ښايي راتلونکې اوونۍ بیا پیل شي، نهايي او لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124543

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124543/

جمهور
  https://www.jomhornews.com