افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی

10 دلو 1398 ساعت 11:08

د بښتنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړۍ هېواد و او سلګونو ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د بښتنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړۍ هېواد و او سلګونو ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور کې ویل شوي، چې د تېر کال په ۹ میاشتو کې افغان جګړې له ۲۴۰۰ زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې راپور کې د افغان جګړې ټول ښکېل لروي د ملکي وګړو ژوند نه په نه پاملرنې تورن شوي خو وايي، تر ډول ستر لامل یې داعش او وسله وال طالبان دي.

د بنښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشر عمر ورایچ ویلي، په افغانستان کې وسله وال کړکېچ د کمېدو پر ځای مخ په زیاتیدو دی، چې ډېره بیه یې ملکي افغانان پرې کوي.

په راپور کې ویل شوي دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي قربانیا عدالت ته لاس رسی هم نه لري.

راپور زیاتوي، د جرمونو نړیوالې محکمې هم په افغانستان کې د جنایتونو له پلټنو ډډه کړې، افغان حکومت هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او بشري حقونو پر ملاتړ د بریدونو په ګډون د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو د څار په برخه کې پاتې راغلی دی.

په راپور کې دا هم راغلي، چې افغانستان کې خبریالان او د بشري حقونو ملاتړي د خپل کار پر مهال د ویرې، ګواښونو او نیولو سره مخ دي او تر دې، چې وژل کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ستونزو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې نړۍ هغو افغانانو ته، چې له جګړې تښتیدلي او د پناه په لټه کې دي شا اړولې ده.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نیم میلیون افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې یوازې ۴۷۶ زره یې له ایران څخه په زور دغه هیواد ته شړل شوي دي.

دغه راز راپور زیاته کړې، د افغانستان او اروپايي هیوادونو ترمنځ د موافقې له مخې په جبري ډول له اروپايي هیوادونو څخه د افغانانو پرستنولو هم انتقاد شوی دی.

یاد سازمان وايي، اروپايي او د افغانستان ګاونډي هیوادونه پرته له دې، چې دې ته پاملرنه وکړي، چې ستنیدونکي افغانان به په خپل هیواد کې له کومو ګواښونو سره مخ شي، هغوی په جبري ډول افغانستان ته شړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124551

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124551/

جمهور
  https://www.jomhornews.com