کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تړاو ۲۴ تنه نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه جنايي مجرمین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه وایي، کابل پولیسو د ګزمې له سیارو ټیمونو سره یو ځای د کابل ښار په څلورمه، پنځمه او ۱۷ مه امنیتي حوزو اړوندو سیمو کې عملیات کړی دي.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې د غلا، مجروحیت، چپاولګرۍ، الکولي مشروباتو۲۴ تنه مجرمین نیول شوي، چې دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
خبرپاڼه وايي، په نیول شویو کسانو کې د چپاولګرانو یوه حرفوي ډله هم شامله ده او له دوی یو عراده موټر، یو عراده موټر سایکل، چاقوګان، بکس پنجې هم ترلاسه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل