کورنیو چارو وزارت په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو د یوې لویې زېرمې د کشف او له منځه وړو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځانګړو پولیسو پرون د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان سیمه کې عملیات تر سره کړي دي.
خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د چاوېدونکو توکو زېرمه چې ۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې و له ۲۱ عدده شاجورونو، درې لاسي بمونو او یوې کړې ماین سره کشف او له منځه وړې ده.
وزارت وايي، په دغه عملیاتو کې څوک نیول شوي نه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل