طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري

10 دلو 1398 ساعت 14:31

د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، طالبانو لا ه له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې او اړیکې ورسره لري.


د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، طالبانو لا ه له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړې او اړیکې ورسره لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، طالبانو القاعده ډلې ته پناه ورکړې، ستانه یې کوي او هغوی یې په بدل کې طالبانو ته روزنه ورکوي او مالي ملاتړ یې کوي.

راپور کې راغلي، چې په هلمند ولایت کې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې د مشر عاصم عمر وژل کېدل د دې ښه بېلګه ده، چې طالبان لا هم له القاعده سره نېږدې اړیکې لري.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو له ۱۹۹۰ کال راهیسې د القاعده ډلې سره د اړیکو اړه دروغ ویلي او د طالبانو په لیکو کې یادې ډلې د وسله والو شتون مبهم دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو په ډله کې د بهرنیو وسله والو پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړې او دا یې یو اوږدمهالی ګواښ یاد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124563

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com