د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد له لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره یې لیدلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون جمعه د سلواغې ۱۱ پاکستان ته تللی او د دغه هېواد د پوځ له مشرجنرال باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي.
سرچینې وايي، د خلیلزاد او پاکستاني چارواکو تر منځ ټولې خبرې پر افغان سوله راڅرخېدې خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د جنرال باجوه او خلیلزاد لیدنه او خبرې تایید کړې، خو د هغوی د خبرو جزیات یې نه دي په ډاګه کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، قریشي او خلیلزاد پر افغان سوله خبرې کړې او خلیلزاد په دې کتنه کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو په اړه معلومات شریک کړل.
په خبرپاڼه کې د قریشي له قوله راغلي چې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته به بین الافغاني خبرو ته لاره اواره شي.
ښاغلي قریشي ویلي، پاکستان به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې خلیلزاد تېره اوونۍ دوحه کې له طالبانو سره تر خبرو وروسته نېغ بروکسل ته ولاړ او هلته یې د ناټو له عمومي مشر ینس سټولټنبرګ سره هم پر افغان سوله خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي او په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم وو.
جمهوربری آژانس:کابل