امریکا، پاکستان ته د خپلو مامورینو تګ محدود کړی

12 دلو 1398 ساعت 8:08

امریکا وایي، د پاکستان امنیتي وضعیت ښه نه دی، نو ځکه یې دغه هېواد ته د امریکايي مامورینو پر ورتګ محدویت وضع کړی دی.


امریکا وایي، د پاکستان امنیتي وضعیت ښه نه دی، نو ځکه یې دغه هېواد ته د امریکايي مامورینو پر ورتګ محدویت وضع کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تروریستي بریدونو د امکان له امله پاکستان ته د امریکا د دولتي مامورینو په تګ راتګ باندې محدویتونه لګول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، پاکستان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو به د دپلوماتیکي تاسیساتو څخه بهر د امریکایي مامورینو په تګ راتګ محدودیتونه لا هم ډیر کړل شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ځینو امنیتي ستونزو له کبله په پاکستان کې امریکايي وګړو ته بیړنۍ مرستې رسول ځینې محدودیتونه لري چې له کبله یې غواړي امریکایي وګړي خپل تګ راتګ محدود کړي.

سرچینه زیاتوي، ښایي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې ځینې تروریستي بریدونه وشي چې له همدې کبله یې له خپلو کارکوونکو غوښتي چې دغو ایالتونو او د پاکستان او هند پولې ته نږدې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د دغې اعلامیې په اساس د امریکا د متحده ایالتونو قونسلګري نشي کولی امریکایانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، ځکه په وینا یې په تیرو وختونو کې هم بلواګرو په امریکا دپلوماتیکو تاسیساتوبریدونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com