۰
امریکايي جنرالان:

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
یو شمېر پخوانیو امریکايي جنرالانو ویلي، پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی
یو شمېر پخوانیو امریکايي جنرالانو ویلي، پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخوانیو جنرالانو یادې څرګندونې په واشنګټن کې د امریکا د څېړنیز مرکز او هېریټیج بنسټ له لوري جوړه شوې ناسته کړې کړې دي.

راپورونه وایي، ناسته د افغان سولې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه وه او په کې امریکايي جنرالانو و ویل، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او تل یې امریکا ته دروغ ویلي دي.

متقاعد جنرال جک کین وایي پاکستان لاهم پر طالبانو پراخ کنټرول لري او د دې ډلې د جنګیالیو لپاره مالي امکانات برابروي او په خپله خاوره کې یې خوندي مرکزونه ورکړي دي.

د هغه په وینا له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په ډاګه کړې چې حکومتونه یې امریکا ته دروغ وایي او لایې هم نه ده ثابته کړې چې له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

په ورته وخت کې دغو پخوانیو امریکايي جنرالانو دا هم ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی.

جنرال جک کین وایي، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته ډېر هیله مند نه دی.

یادو امریکایي جنرالانو ټینګار کړی، چې د افغانانو له حضور پرته دا پروسه بې پایلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي