۰
ټامس وسټ:

ښکاره باید و وایم، طالبان او د پاکستان استخباراتي اداره سره نېږدې اړیکې لري

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د افغانستان د چارو پخوانی رییس تامس وست وايي، ښکاره باید تایید کړي، چې طالبان، د پاکستان استخباراتي اداره او حکومت یې سره نېږدې اړیکې لري.
ښکاره باید و وایم، طالبان او د پاکستان استخباراتي اداره سره نېږدې اړیکې لري
د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د افغانستان د چارو پخوانی رییس تامس وست وايي، ښکاره باید تایید کړي، چې طالبان، د پاکستان استخباراتي اداره او حکومت یې سره نېږدې اړیکې لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسټ دغه څرګندونې له امریکا غږ سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، د دې په منلو سره چې طالبان د پاکستان له استخباراتي ادارې او حکومت سره نېږدې اړیکې لري، کولی شي د افغانستان د راتلونکې په اړه صادقانه خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې ځینې کسان په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي، خو ځینې یې چې په امنیتي بنسټونو کې دي، د افغانستان ثبات ته لېواله نه دي او غواړي په دغه هېواد کې له ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

دغه پخواني چارواکي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، سمه ده، چې طالبانو د کاغذ پر مخ له القاعده او داعش سره د اړیکو پر پرېکوڼ هوکړه کړې، خو په وینا یې دی ځکه پرې شک لري، چې طالبان په عمل کې دا توان نه لري، چې له امریکا سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې صادق وي.

د امریکا د ملي امنیت شورا دغه پخواني چارواکي ویلي، چې امریکا له افغانستان څخه عراق ته پر توجو کولو سره لویه تېروتنه کړې ده.

دی وایي، په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره د مولوي متوکل په ګډون د طالبانو د مشرتابه غړي، د یوې هوکړې او جګړې د پرېښودو لپاره د کرزي له حکومت او امریکا سره اړیکې نیولې وې.

خو په وینا یې امریکا د طالب مشرتابه دغه وړاندې په پام کې ونه نیوه او لویه تېروتنه یې وکړه.

ټامس وسټ له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام حیاتي بللی او خبرداری یې ورکړي، که له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولې همکارۍ د امریکايي سرتېرو په کمولو پورې تړلي وي، نو په دغه هېواد کې د دوه لسیزو په لاس ته راوڼو کې به هم کموالی راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر پخوانیو امریکايي جنرالانو هم ویلي، چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي او تل یې امریکا ته دروغ ویلي دي.

دغه پخوانیو جنرالانو یادې څرګندونې په واشنګټن کې د امریکا د څېړنیز مرکز او هېریټیج بنسټ له لوري جوړه شوې ناسته کړې کړې دي.

راپورونه وایي، ناسته د افغان سولې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه وه او په کې امریکايي جنرالانو و ویل، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او تل یې امریکا ته دروغ ویلي دي.

متقاعد جنرال جک کین وایي پاکستان لاهم پر طالبانو پراخ کنټرول لري او د دې ډلې د جنګیالیو لپاره مالي امکانات برابروي او په خپله خاوره کې یې خوندي مرکزونه ورکړي دي.

د هغه په وینا له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په ډاګه کړې چې حکومتونه یې امریکا ته دروغ وایي او لایې هم نه ده ثابته کړې چې له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

په ورته وخت کې دغو پخوانیو امریکايي جنرالانو دا هم ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی.

جنرال جک کین وایي، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو مذاکراتو ته ډېر هیله مند نه دی.

یادو امریکایي جنرالانو ټینګار کړی، چې د افغانانو له حضور پرته دا پروسه بې پایلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي