زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی دی

12 دلو 1398 ساعت 10:46

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر اسلام آباد وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر اسلام آباد وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره پر سوله خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې خلیلزاد نن شنبې د سلواغې ۱۲ مه کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره به خبرې اترې ولري.

ټاکل شوې، چې نوموړی به نن له غرمې وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کاته ولري او پر افغان سوله به ورسره خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر یوې اوونۍ خبرو وروسته بروګسل ته ولاړ او د ناټو له مشر سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.

له هغې وروسته نوموړی پاکستان ته ولاړ او په اسلام آباد کې یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو او دفاع وزارتونه وایي، خلیلزاد له باجوه او قریشي سره پر افغان سولې خبرې کړې او د قطر د مذاکراتو معلومات یې ورکړي دي.

خو ویل کېږي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ویلي، چې پاکستان باید د سولې له پروسې سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124588

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124588/

جمهور
  https://www.jomhornews.com