۰
شنوونکي:

د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې اصلي خنډ پاکستان دی

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۶
ځینې سیاسي شنوونکي اسلام آباد ته د خلیلزاد پرلپسې سفرونو ته په اشارې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو اصلي خنډ پاکستان دی او هر ځل دغه خبرې د پاکستان له خوا له بن بست سره مخ شوې دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې اصلي خنډ پاکستان دی
ځینې سیاسي شنوونکي اسلام آباد ته د خلیلزاد پرلپسې سفرونو ته په اشارې وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو اصلي خنډ پاکستان دی او هر ځل دغه خبرې د پاکستان له خوا له بن بست سره مخ شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شنوونکي زیاتوي، کله چې هم دوحه کې امریکايي پلاوی او طالب استازي یوې هوکړې ته سره نېږدې شوي بیا هم له یوه خنډ سره مخ شوي او ورسره جوخت خلیلزاد او طالب استازو اسلام آباد ته مخه کړې وي.

د دوی په وینا دا چې پاکستان پر طالبانو ژور اغېز لري، نو هڅه یې دا ده، چې په دې مذاکراتو کې خپلې تر ټولو ډېرې منافع تر لاسه کړي.

شنوونکي زیاتوي، تېره اوونۍ هم چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې هوکړې ته نېږدې شوې خو بیا یوه ستونزه په کې راپیدا شوه، چې وروسته یې خلیلزاد بروکسل او اسلام آباد ته سفر وکړ، او ویل کېږي طالب استازو هم له خپل مشرتابه سره سلا مشورې پیل کړې دي.

خلیلزاد اسلام آباد ته په رسېدو سره سم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې وکړې.

همدې سفر ته په اشارې د افغانستان د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح وايي، پاکستان ته د خلیلزاد پرلپسې سفرونه او له پاکستاني نظامي او سیاسي چارواکو سره یې لیدنه د دې ښکارندوي کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټپه درېدلې.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل« د دغه خبرو د بن بست او د افغانستان د بحران اصلي لامل او د طالبانو ملاتړی پاکستانی دی، پاکستان دې ته چمتو نه دی، چې له دې پروسې سره مرسته وکړي.»

د هغه په وینا تر اوسه پورې د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پاکستان ګټې نه دي خوندي شوې او خلیلزاد پر دې پوهېږي، تر چې د پاکستان ګټې په دغه خبرو کې خوندي نه شي، طالبانو ته به له امریکا سره د سولې تړون د لاسلیک اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې پخوانیو امریکايي جنرالانو هم ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ کوي او د خپل ګټو په خاطر یې تل امریکا ته دروغ ویلي دي.

متقاعد جنرال جک کین ویلي، پاکستان لاهم پر طالبانو پراخ کنټرول لري او د دې ډلې د جنګیالیو لپاره مالي امکانات برابروي او په خپله خاوره کې یې خوندي مرکزونه ورکړي دي.

د هغه په وینا له پاکستاني چارواکو سره یې په خبرو کې هغوی ته په ډاګه کړې چې حکومتونه یې امریکا ته دروغ وایي او لایې هم نه ده ثابته کړې چې له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

په ورته وخت کې دغو پخوانیو امریکايي جنرالانو دا هم ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات په مانا نه دی او د افغانانو له حضور پرته دا پروسه بې پایلې ده.

دغه راز د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د افغانستان د چارو پخوانی رییس تامس وست وايي، ښکاره باید تایید کړي، چې طالبان، د پاکستان استخباراتي اداره او حکومت یې سره نېږدې اړیکې لري.

وسټ دغه څرګندونې له امریکا غږ سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، د دې په منلو سره چې طالبان د پاکستان له استخباراتي ادارې او حکومت سره نېږدې اړیکې لري، کولی شي د افغانستان د راتلونکې په اړه صادقانه خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په پاکستان کې ځینې کسان په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي، خو ځینې یې چې په امنیتي بنسټونو کې دي، د افغانستان ثبات ته لېواله نه دي او غواړي په دغه هېواد کې له ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

دغه پخواني چارواکي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، سمه ده، چې طالبانو د کاغذ پر مخ له القاعده او داعش سره د اړیکو پر پرېکوڼ هوکړه کړې، خو په وینا یې دی ځکه پرې شک لري، چې طالبان په عمل کې دا توان نه لري، چې له امریکا سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې صادق وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي