خلیلزاد:

طالبانو سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی

13 دلو 1398 ساعت 7:45

ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې د وروستیو مذاکراتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې د وروستیو مذاکراتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون شنبې د سلواغې ۱۲ مه ارګ کې له خلیلزاد سره لیدلي او د دوحې د وروستیو مذاکراتو په اړه یې ولسمشر ته معلومات ورکړي.

د ارګ نه خبره شوې خبرپاڼه د خلیلزاد له قوله وايي، چې له طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو په وینا یې هیله لري، چې یوې پایلې ته ورسېږي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د یو عملي میکانیزم په اساس د اوربند او یا د تاوتریخوالي د پایداره کموالي په اړه چې ټولو افغانانو ته د منلو وي، د طالبانو ځواب ته منتظر یو.

د یادونې ده، چې دوحه کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ وروستیو خبرو کې امریکايي لوري له طالبانو د اوربند او یا تاوتریخوالي کمولو د مودې غځولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو خو اوربند له سره منلی نه دی، خو ویل کېږي، چې د تاوتریخوالي کمولو مودې غځولو پر سر یې له خپلو مشرانو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

د خلیلزاد له خبرو هم داسې ښکاري، چې د طالبانو د قطر استازی له خپل مشرتابه سره پر دې څه سلا مشورې کوي او امریکایي لوری یې ځواب ته منتظر دی.

باید و ویل شي، چې په قطر کې د امریکايي لوري او طالبانو تر منځ یوه اوونۍ خبرې روانې وې، خو وروسته چې ودرېدې، خلیلزاد لومړی بروکسل، بیا پاکستان او وروسته کابل ته ولاړ.

نوموړی بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي، پاکستان کې د پوځ له مشر جنرال باجوه او بهرنیو چارووزیر شاه محمود قریشي سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124605

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124605/

جمهور
  https://www.jomhornews.com