غزنی کې درې تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي دي

13 دلو 1398 ساعت 9:57

د غزني امنیتي چاروکي په دغه ولایت کې د ترهګرو فعالیتون په تور د دریو تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


د غزني امنیتي چاروکي په دغه ولایت کې د ترهګرو فعالیتون په تور د دریو تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي مطبوعاتي دفتر نن یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې درې تنه له اسنادو او شواهدو سره یو ځای د ترهګرو فعالیتونو په تور د غزني په مرکز کې ونیول.

خبرپاڼه وايي، دغه کسان د ترهګرو ډولو له خوا په غزني کې د ماینونو اېښودلو او غلچکي بریدونو لپاره ګومارل شوي و، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.

د غزني د والي مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې نیول شوی کسان دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124614

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124614/

جمهور
  https://www.jomhornews.com