۰
عبدالله:

د سولې هېڅې د هېڅ بنسټ او ډلې په انحصار کې باید نه وي

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۴
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني وروسته د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
د سولې هېڅې د هېڅ بنسټ او ډلې په انحصار کې باید نه وي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني وروسته د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست نن یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې د ثبات او همپالنې ټیم مشرتابه او کابل کې د امریکا شارژدافیر، د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حضور درلود.

خبرپاڼه د عبدالله له قوله ویلي، چې د سولې هڅې د هېڅ بنسټ او ډلې په انحصار کې باید نه وي او له دغه پروسې سره پراخ او ټول شموله چلند باید وشي.

عبدالله ویلي، سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اصلي غوښتنه ده او تمه لري، چې طالبان به هم د واقعیت په درک کولو سره له شته فرصتونو ګټه واخلي، سولې ته به غاړه کېږدي او نور به له وژنو لاس واخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې په موضوع کې باید ټول سیاسي جریانونه، ملي شخصیتونه، مېرمنې او مدني ټولنې برخه ولري او د هغوی نظریات باید په مذاکراتو کې په پام کې ونیول شي.

بل خوا بیا خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی او دوی د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې غځولو لپاره د طالبانو ځواب ته انتظار دي.

اجرائیه ریاست وايي، خلیلزاد په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د افغان حکومت د سولې سولې مذاکراتي ټیم باید پراخ او ټول شموله وي تر څو د افغانستان له هرې برخې استازیتوب وکړی شي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې پرون د ولسمشر غني سره هم پر سوله خبرې کړې او د قطر د وروستیو مذاکراتو معلومات یې ورسره شریک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي