۰
سیداکبرآغا:

په سیمه کې ورستیو بدلونو ته په کتو امریکا د سولې هوکړې لاسلیک ته چندان لېواله نه ده

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا وایي، په منځنۍ آسیا کې وروستیو بدلونونو په رامنځ ته کېدو سره امریکا د افغان سولې په برخه کې له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چندان لېواله نه ده.
په سیمه کې ورستیو بدلونو ته په کتو امریکا د سولې هوکړې لاسلیک ته چندان لېواله نه ده
پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا وایي، په منځنۍ آسیا کې وروستیو بدلونونو په رامنځ ته کېدو سره امریکا د افغان سولې په برخه کې له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چندان لېواله نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخوانی طالب چارواکی یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې خلیلزاد تازه ویلي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

که څه هم طالب وایي، دوی د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو دی، خو امریکا پلمې لټوي او نوې نوې غوښتنې مطرح کوي، اما ځینې په دې باور دي، چې په سیمه کې وروستیو په تېره بیا له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې او د ایران او امریکا تر منځ کړکېچ د افغان سولې پر خبرو ناوړه اغېز کړی دی.

سید آکبر آغا همدې ته په اشارې جمهور خبري آژانس ته و ویل چې په منځۍ آسیا کې وروستیو بدلونو له امله امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک کې بې علاقګي ښودلې ده.

نوموړي زیاته کړه، دا چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو د خروج په اړه ټینګار کېږي نو فکر کېږي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې تړون ته چندان لېواله نه ده.

 هغه په وینا د دغه بدلونو په رامنځ ته کېدو سره امریکا فکر کوي، چې که له طالبانو سره د سولې تړون په لاسلیک له افغانستان څخه هم ووځي، نو په حقیقت کې له ټولې منځنۍ آسیا څخه وتلې فکر کوي.

دی وایي، د سولې په روان خبرو کې طالبانو له همدې یوه شرط پرته چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي بل شرط نه دی وړاندې کړی، خو دا امریکا ده، چې نوي شرطونه وړاندې کوي او هره ورځ نوي نوي وړاندیزونه کوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي