عبدالله:

له پاکستان سره ښې اړیکې د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي

14 دلو 1398 ساعت 8:13

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره کتلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه د په سپېدار ماڼۍ کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، عبدالله له نصرالله خان سره خبرو کې پاکستان د افغانستان یو ښه ګاونډۍ هېواد وباله او ویې ویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د افغان سولې او دغه راز د سیمې د ثبات لپاره ګټورې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو، پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې ته د رسېدو لپاره پر ګډو هڅو او دغه راز د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو خبرې اترې کړې دي.

سرچینه کاږي، اجراییه رییس په یاده لیدنه کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، چې افغانستان له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او په خبره یې د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړیکې په افغانستان او سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com