کابل کې د امریکا سفارت وايي، خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان مشرانو او سیاسیونو سره خبرو کې د سولې لپاره د یوه ټول شموله مرکچي ټیم په جوړولو ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت پرون یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه ناوخته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله ویلي، چې افغانان باید د بین الاافغاني خبرو لپاره چمتو شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې خلیلزاد د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله سره د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د ختمولو په هڅو سلا مشورې کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې خلیلزاد د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو د امریکا له وروستیو هڅو افغان مشران خبر کړي.
د امریکا د سفارت په خبره دا هڅې به د امریکا-طالبانو تړون، بینالافغاني خبرو، یو جامع او دایمي اوربند او د با ثباته سولې ټینګښت ته لار هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ارګ د ولسمشر غني او خلیلزاد له لیدنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله ویلي و، چې له طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
خلیلزاد زیاته کړې وه، چې دوی له طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې د اوږدولو غوښتنه کړې او اوس د طالبانو ځواب ته انتظار دي.
جمهورخبري آژانس:کابل