پومپيو:

طالبان دې ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمولو لپاره اراده ثابته کړي

14 دلو 1398 ساعت 13:12

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، طالبان دې ژر تر ژره د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله اراده ثابته کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، طالبان دې ژر تر ژره د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله اراده ثابته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مایک پمپیو چې دا مهال د ازبکستان پر سفر دی، رسنیو ته ویلي، چې دوی له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته نېږدې شوي دي.

خو ټینګار یې کړي، چې اوس وخت د دې دی، چې طالبان د تاوتریخوالي کمېدو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي او خپله اراده ثابته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو طالبانو سره د سولې هوکړه پخوا چمتو شوې وه خو یاده ډله ونه توانېده چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښیي او له امله یې د یادې هوکړې لاسلیک وځنډېد.

که څه هم طالبانو د پمپیو خبرو ته تازه غبرګون نه دی ښودلې خو وړاندې تر دې یې ویلي و، دوی د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو او ټول تدابیر یې ورته نیولي خو امریکايي لوری د نویو نویو طرحو او غوښتنو په وړاندې کولو سره د سولې د تړون لاسلیک ځندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم کابل ته د سفر پر مهال ویلي، چې دوی د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې غځولو په برخه کې د طالبانو ځواب ته منتظر دي.

که څه هم خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره وروستیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو تمه لري، چې یوې پایلې ته به ورسېږي.

په ورته وخت کې خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو او دغه راز سیاسیونو سره لیدنو او خبرو کې ټینګار کړي، چې ژر تر ژره باید د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره یو ټول شموله او ټولو لوریو ته د منلو وړ یو پلاوی وټاکي.

بل خوا د سولې چارو وزارت هم ویلي، دوی له سیاسیونو سره د سلا مشورو لړۍ پیل کړې او هڅه کوي، چې د سولې لپاره په کور د ننه یوه ملي اجماع رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124668

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124668/

جمهور
  https://www.jomhornews.com