ولسمشر:

له فساد سره اغېزمنه مبارزه د افغان حکومت لومړیتوب دی

14 دلو 1398 ساعت 13:33

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له فساد سره اغېزمنه او موثره مبارزه د افغان حکومت له لومړیتوبونو دی او باید ورته جدي توجه وشي.


ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له فساد سره اغېزمنه او موثره مبارزه د افغان حکومت له لومړیتوبونو دی او باید ورته جدي توجه وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ نن دوشنبې د سلواغې ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د افغانستان مفتشه غزال حارس سره لیدنه او خبرو کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې لومړی غزال حارس اړوندو ادارو سره د همغږۍ او د فساد ضد مبارزې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او د ولسمشر له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.

په ورته وخت کې ولسمشر د افغانستان د تفتیش ادارې کارونه وستایل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان حکومت لپاره فساد سره مؤثره مبارزه او شفافیت لومړیتوب لري.

خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني و ویل، چې د فساد سره د اغېزمنې مبارزې لپاره اړینه ده، چې د اړوندو ادارو تر منځ همغږي لا ډېره شي.

ولسمشرد افغانستان د تفتیش ادارې ته لارښوونه وکړه چې له فساد سره د مبارزې د لا ښه والي او اغېزناکتوب په موخه وخت په وخت خپل راپور د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124669

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124669/

جمهور
  https://www.jomhornews.com